ایټالیايي سمندري ځواکونو ۳۳۰۰ کډوال ژغورلي دي

ملګري ملتونه وايي د سږ کال له پیله تر اوسه نژدې ۴۰ زره کسانو هڅه کړې، چې د روم له سمندره تېر شي

د ایټالیا سمندري ځواکونو ویلي، د جمعې په ورځ یې له ۳۳۰۰ ډېر کډوال ژغورلي، چې وايي هڅه یې کوله کښتیو کې د روم له سمندر نه تېر شي.

دوی وايي سمندر کې یې د چاڼیزو عملیاتو بهیر کې له کښتیو نه ۱۷ مړي موندلي او له همدې کښتیو نه یې ۲۱۷ کسان ژوندي ژغورلي دي.

د ایټالیا سمندري ځواکونو ویلي د جمعې په ورځ دوی ته له ۱۷ کښتیو نه شکایتونه ورکړل شوي وو.

د کډوالو نړیوال سازمان ای او ایم په خبره تر اوسه روم سمندر کې لږ تر لږه ۱۸۲۶ کډوال وژل شوي دي.

د دغې ادارې مسوولین وايي د تېر کال همدومره مودې پرتله د سږ کال مړینې ۳۰ سلنه ډېرې دي.

د کډوالو شمېر ډېروالي یو سبب په لیبیا کې روان کړکيچ بلل کېږي

د ایټالوۍ ورځپاڼې ( کوریري دیلا سیرا ) په رپوټ کې ویل شوي، چې ډېری کډوال د لیبیا ساحل ته نژدې ژغورل شوي دي.

د ورځپاڼې په وینا کښتۍ کې د ایسارو کسانو ژغورنې په دغو هڅو کې د ایرلنډ، جرمني او بلجیم بیړیو برخه درلوده.

ملګري ملتونه وايي د سږ کال له پیله تر اوسه نژدې ۴۰ زره کسانو هڅه کړې، چې د روم له سمندره تېر شي.

د کډوالو شمېر ډېروالي یو سبب په لیبیا کې روان کړکيچ بلل کېږي. دې سره د کډوالۍ سفر هم له همدغې سیمې پیلیږي، ځکه په سیمه کې موسم په نسبي ډول معتدل دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *