د بشارالاسد حکومت ومنله چې د سوریې یوعمده ښارد اسلامپالو تندلارو لاسته ورغلی دی.

حکومتي ځواکونه تر سختو جګړو وروسته له اریحه ښاره وتلي دي.

د سوریې حکومت نن په شمال لویدیځ ولایت ادلیب کې خپل وروستی عمده ښارله لاسه ورکړ.

اریحه ښارچې له ترکیې سره پوله لري د القاعده مربوط النصره جبهې په مشرۍ ایتلاف لاسته ورغلی دی.

د اریحه ښارسقوط د ولسمشربشارالاسد د ځواکونو یو نوی شاتګ دی چې د سوریې د دولتي ټلویزیون له لارې اعلان شو.

په دې اعلان کې ویل شوي چې حکومتي ځواکونه له اسلامپالو تندلارو سره ترسختو جګړو وروسته له دې ښاره وتلي دي.

تردې اعلان څو ساعتونه دمخه د سوریې د بشري حقونو لندن میشتي څارونکي ډلي ویلي وو چې جیش الفتح اسلامپالو تندلارو د جمعې په ورځ نوي پرمختګونه کړي دي او د اریحه شاوخوا څو سیمې یې نیولي دي.

اسلامپالو یاغیانو د روان کال په لومړیو کې د ادلیب ولایت ډیرې برخې لاندې کړې وې، خو اریحه چې ۴۰ زره اوسیدونکي لري وروستی ښار وو چې لاهم د سوریې د حکومتي ځواکونو په لاس کې وو.

بشپړه توګه د ادلیب ښار نیول به اسلامپالو تندلارو ته دا فرصت ورکړي چې د بشارالاسد ترکنټرول لاندې یوه بل ګاونډي ساحلي ښار لاتاکیا Latakia ته لار پیدا کړي.

جیش الفتح د مارچ میاشتې له ۲۸ نیټې څخه پرادلیب یرغل پیل کړی دی.

ویل کیږي دغې ډلې ژمنه کړې چې ترهغو به خپلوعملیاتو ته دوام ورکوي چې د لاتاکیا ښار نیسې.

په دغه ښارکې د علوي Alawite اقلیت میشت دي چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد هم د همدې اقلیت څخه دی.

په دې وروستیو میاشتو کې د بشارالاسد حکومتي ځواکونه څو ځلي د اسلامپالو یاغیانو له لوري شاتګ ته اړ شوي دي.

تیره اونۍ هم د سوریې یو تاریخي ښار پالمیرا Palmyra د اسلامي دولت ډلې له خوا ونیول شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *