استرالیایۍ پیغلې له داعش سره د یوځای کیدوهڅې کوي

د استرالیا پولیس وايي، ۱۲ پیغلې له ملبورن نه له  (داعش) ډلې سره د یوځای کیدو په هدف وتلې دي.

د پولیسو په وینا، دغو پېغلو چې د ۱۸ او ۲۹ کلونو ترمنځ عمرونه لري‎، په خواله رسنیو کې له داعش سره اړیکي نیولي او ځینې یې سوریې ته تللې دي.

دا مهال له دغو ښځو پنځه یې د داعش تر کنټرول لاندې له دغې ډلې سره دي.

د ۲۰۱۴ کال له نیمايي وروسته استرالیا کې داسې اندېښنې ډېرې شوې، چې ګني منځني ختيځ کې له داعش سره د استرالیايي وګړو د یوځای کېدو کچه په ډېرېدو ده.

د استرالیا حکومت د یوه داسې قانون ژر تصویبولو هوډ لري، چې په عراق او سوریه کې ددغه هېواد له جنګېدونکو وګړو خپل تابعیت واخلي.

همداشان، د تازه قوانینو پربنسټ، هغه کسان چې استرالیا کې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي، باید وڅارل شي.

د استرالیا ویکتوریا ایالت چارواکي وايي، له ملبون نه ترکیې ته څلور تللې ښځې سوریه کې د داعش تر قلمرو لاندې سیمو ته له رسېدا مخکې بېرته استرالیا ته ستنې کړل شوې دي.

د استرالیا حکومت اټکل کوي، چې ددغه هېواد لږترلږه ۱۰۰ وګړي منځني ختيځ کې د جهادي ډلو په ملاتړ جنګیږي.

له دغو ښځو یوه د ملبون هوايي ډګر په ګمرک کې درول شوې، خو ددو نورو د برخلیک په اړه معلومات نه شته.

په استرالیا کې یوه بله ۱۵۰ کسیزه ډله منځني ختيځ کې د جهادي فعالیتونو ملاتړ کوي خو ددغه هېواد امنیتي او استخباراتي سازمانونه وايي، د ترهګرۍ په تړاو د ۴۰۰ کسانو دوسیې تر څېړنو لاندې دي.

استرالیايي پولیسو د هغو کسانو پرضد عملیات پیل کړي، چې منځني ختیځ کې د جهادي ډ

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *