په هند کې د ګرمۍ له کبله د مړو شمیره ۱۱۱۸ کسانو ته ورسیده

د اپریل میاشتې راهیسې د هند په جنوبي ایالتونو کې د گرمۍ له وجې د مړو شمیر څه دپاسه ۱۱۱۸ تنو ته رسیدلی دی.

په هند کی د ډېرې سختې گرمۍ له امله له ١١۱۸ نه زېات خلک مړه شوي دي چې زېاتره یې دهغه هېواد په جنوب ختېځو اېالتونو اندرا پرادېش اوټالېنگانه کې دي.

په ځینو سیمو کې خو دتودوخې درجه له حده زېاته لوړه وه او ۴۷ ته رسېدلې وه.د دغې وژونکې گرمۍ له وېرې د هند په ډېرو برخو کې خلک په خپلو کورونو کی ناست وو.

خو بېا په لسگونو زرو کارگرانو، مزدورانو، ټکسیوانانو او نورو هټیوالو خپل عادي کاروبار کاوه.

په هند کې د تودې هوا له امله په سلگونو کسان په داسې حال کې مړه شوي چې د هوا پیژندنې ادارې وایي د گرمې هوا دا موج به د راتلوونکو دوو اونیو پورې دوام وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *