پېښور ښار کې ٢٥ افغان کډوال نيول شوي
پاکستانيو پوليسو ددغه هېواد له پېښور ښار څخه ٢٥ تنه افغان کډوال نيولي دي.
پاکستانيو رسنيو د غبرګولي په ٣مه، خبر ورکړى چې پوليسو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د خيبر پښتونخوا ايالت د مرکز پېښور ښار اړونده په بېلا بېلو سيمو کې عمليات ترسره کړي .
سرچينې زياته کړې چې ددې عملياتو په پايله کې د ٢٥ افغان کډوالو په ګډون ١٠٠ تنه نيول شوي دي.
ځايي پوليسو ويلي چې نيول شوو افغانانو په دغه ښار کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه درلودل.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نيول شوي افغان کډوال به ډېر ژر محکمې ته معرفي شي.
د يادونې ده چې پنځه مياشتې مخکې د پېښور پر يوه ښوونځي تر بريد وروسته چې په ترڅ کې يې ١٥٠ تنه ووژل شول او ١٤٠ نور ټپيان شوي وو ، دافغانانو د نيولو لړۍ پيل شوې ده.
د راپورونو له مخې، پاکستانيو پوليسو تر اوسه تر ٥٠٠٠ زيات افغان کډوال نيولي او سلګونه کورنۍ په زوره افغانستان ته را شړل شوې دي.