په هندوستان کې سختې ګرمۍ ۲۳۰ تنه ووژل

د اندهرا پردېش عالی وزیر چندرا بابو نايډو وویل، چې د تېرې يوې اوونۍ په دوران کې له سلو زیات وګړي وژل شوي دي.

د تلنګانا ریاست له لوري د لسګونو وګړو وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د دې رياست لوړ پوړي چارواکي بهمبل رام مينا ويلي، د اپرېل له ۱۵ مې راهیسې ۱۳۰ وګړو زيات د سختې ګرمې له وجې وژل شوي دي.

چارواکي وايي، د هندوستان په جنوب ختيځ ریاستونو کې د ګرمۍ لوړه د حرارت درجه ثبت شوې ده.

د هندوستان هوا څارونکي اداره وايي، چې تر راتلونکي يوې اوونۍ پورې به په دې رياستونو کې د هوا ګرمۍ څپې خورې وي.

راپورونه وايي، چې راتلونکي جون میاشت لومړۍ اوونۍ به موسم باراني وي، چې هوا به هم ورسره سړه شي.

اوسمهال تلنګانا سيمه کې د ګرمۍ د هرارت درجه ۴۸ سانټي ګراد درجې ثبت شوې ده.

سږکال په ژمي کې هم بارانونو، سيلابونو او سړې هوا د دې هېواد په بېلابېلو سيمو کې سلګونه کسانو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي وو.

هندوستان د اسیا له هغو هېوادونو په ډله کې شمېرل کيږي، چې په ډېری سيمو کې يې د اوړي په موسم کې هوا ګرمه وي، نو له همدې امله يې د استوا کرښې ته د نژدې والي له امله نژاد يې هم تور يا پوخ غنم رنګي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *