هالنډ حکومت د حجاب پر اغوستلو بنديز ولګاوه

راپورونه وايي، چې د هالنډ کابينه په دغه هېواد کې پر نقاب یا حجاب اغوستلو بندیز ولګاوه.

هالنډي چارواکو ويلي، عام خلک په ملي بسونو، ښوونځيو، روغتونونو او دولتي دفترونو کې د خپلو څېرو د پټولو حق نه لري.

یوې بریټانوۍ نشراتي اداره ليکلي، چې دغه موضوع د هالنډ هېواد د کابينې له خوا منظور شوې، خو په وينا يې باید د دغه هېواد د پارلمان له لوري هم تصویب شي.

په راپور کې راغلي، چې د حجاب یا نقاب اغوستلو پرته د (سکي) لوبې او موټر سایکل چلولو پر مهال هم باید هیلمټ (خولې) وا نه غوستل شي.

د دغه هېواد کابينې له منظوري نه وروسته د هالنډ لومړي وزير مارک رووټ رسنيو ته وویل، چې په هېواد کې يې هر چاته شخصي ازادي ورکړل شوې او هرڅوک کولی شي د خپلې خوښې لباس واغوندي، خو په وينا يې دغه ازادي هغه مهال محدوديږي، چې د يو بل ليدنه ضروري وګڼل شي.

باید وویل شي، چې له دې وړاندې هم دغه هېواد د کابينې غړي د حجاب پر اغوستلو بندیز لګولی وو، خو وروسته بیا د خلکو له سختو اعتراضونو سره مخ شول، ځکه د دغه هېواد اوسېدونکو ویل، چې دا کړنه به د دوی د مذهب ازادي د محدودولو په معنی وي.

هالنډ یو دموکرات هېواد دی او د دموکراسۍ د اصولو له مخې هر چاته د مذهب پوره ازادي ورکړل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *