د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو له خوا پيل شوي عمليات پاى ته رسېدلي دي
د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو له خوا پيل شوي عمليات پاى ته رسېدلي دي.
د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکبير فايق وويل چې په دغو عملياتو کې پنځه وسلوال وژل شوي او يو پوليس ټپي دى.
د هغه په وينا، يو شمېر سيمې له وسلوالو څخه پاکې شوې دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په تګاب کې چاودنې څلور پوليس وژلي او درې نور ټپيان دي