په پکتيا کې برمته شوي کسان خوشې شول
په پکتيا کې برمته شوي کسان خوشې شول
امنيتي ځواکونه خبر ورکوي، چې په پکتيا کې يې د طالبانو له خوا ۲۷ کسه برمته شوي مسافرين د پوځي عملياتو په ترڅ کې خوشې کړې دي.
پرون سهار طالبانو د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۷ کسان برمته کړل. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته خبر ورکړی و، چې ۹ تنه دولتي مامورين به وساتي او پاتې مسافرين به خوشې کړي.