د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې تېره اونۍ د امنیتي ځواکونو او طالب بریدګرو ترمنځ په نښته کې ۱۲۱ طالب وسله وال وژل شوي او ۴۰ نور يې ټپيان دي.

دغه نښتې یوه اونۍ وړاندې هغه مهال پیل شوې، چې له ۵۰۰ زیات وسله والو طالبانو له درېیوو خواوو په چهارسده ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ.

له بل لوري د تېرې پنج شنبې په ورځ د غور ولایت چارواکو پر پسابند ولسوالۍ د طالبانو له ډله ییز برید نه خبر ورکړ، چې د دغو چارواکو په وینا په دغو دوو ولسوالیو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د غور ولایت سرپرست والي سید انور رحمتي نن( د مې ۱۶مه) په یوې خبري ناسته کې وویل، د چهارسدې ولسوالۍ د تېرې اونۍ په نښته کې، چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ وشوه ۱۰۱ تنه طالبان وژل شوي او ۳۰ تنه نور یې ټپيان شوي دي.

رحمتي زیاته کړه، چې د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ په نښته کې هم ۲۰ تنه طالبان وژل شوي او ۱۰ نور یې ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت سرپرست والي وايي، چې په دې نښتو کې ۱۲ سربازان وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان دي.

رحتمي وویل، چې د دې نښتو په پایله کې ۵۰ موټرسایکلونه او ۱۴ میله کلاشینکوفونه د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د غور ولایت سرپرست والي زیاتوي، چې دا مهال د دغو لسوالیو له مرکز نه طالبان شړل شوي دي او د چهارسدې او پساوبند ولسوالیو په اطرافو کې نښته روانه ده.

د رحیمي په وینا د دغو ولسوالیو تر بشپړ پاکوالي پورې به امنیتي ځواکونو نښته روانه وي.

له دې مخکې د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي رسنیو ته ویلي و، چې طالبان د چهارصدې ولسوالۍ تر مرکز پورې را نږدې شوي دي او دغه ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده.

خطیبي ویلي و که د چهارسدې ولسوالۍ ته مرستې ونه رسیږي د امنیتي ځواکونو په تلفاتو سره سره به دغه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورشي.

د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکو د دغې ولسوالۍ امنیتي حالت نازک بللی او زیاته یې کړه، چې په دې نښتو کې ولسي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویل کیږي، چې د دغو ولسوالیو د مرکز زیات اوسېدونکي کلو ته کډه شوي دي.

طالبانو له څه وخته راهیسې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې خپلو بریدونه زیات کړي دي او امنیتي ځواکونه په څو ولایتونو کې له طالبانو سره په نښته بوخت دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *