د افغانستان هوایي چلند اندیښمند دی
افغانستان د امریکا سره د امنیتی ترون لاسلیک وروسته د خپل هوایی چلند د کنترول حخه اندیشمن دی د ترانسپورت په وزارت کی چارواکی ویلی دی چی د دی ترون نه تمدید کیدو په صورت کې به سیمې ته د افغانستان پروازونو باندی بندیز ولګول شيږ
په همدې حال کې د افغانستان په چارو کې د امریکا بیارغوني اداره یا سیګار په خپلو نویو څرګندونو کې ویلې دي چې امریکا ۵۶۲ میلیونه ډالره د افغانستان هوایي چلند اداره سره مرسته کړې ده خو د یادې ادارې کارمندانو په ځانګړې توګه د ترافیکی په څانګه روزنه نه ده ورکړل شوې دغه موضوع د دی لامل شوې ده چې نشې کولای ترڅو خپل هوایی حریم په کنټرول کې واخلي .سیګار ویلي دي چې د دی اداری کارکوونکو په حانګری توګه د هوایی ترافیکو په برخه کی روزنه ده ورکرل شوې ږ
تاکل شوې وه چې امریکا د دوه زره حورلسم میلادی کال تر پآیه پورې د افغانستا فضایی حریم کنترول افغانانو ته وسپاري
خو دا کار ترسره نشو او د شږو میاشتو لپاره تړون تمدید شوی دی امریکایی چارواکو ویلی دی چی د دی حخه دیر قرارداد نه تمدید کوی .
سیګار د امریکا فدارال هوایی چلند اداره یی تر نیوکی لاندې راوستلی ده او ویلی دی چی که چیری امریکا د دوه زره حورلسم میلادی کال پوری د افغانستان هوایی چلند ملکی اداری کارمندانو ته روزنه ورل شوی وای نن به د افغانستان فضایی حریم د خپلو افغانانو په کنترول کی وای
په افغانستان کی پر بیا روغونی چارو کی د امریکا اداری د روزنی نه ورکولو په برخه کی اشارده کری ده او ویلی دی .
؛؛امریکا په اول کی پام کی درلوده ترحو د افغانستان هوایی ترافیک کنترول کوونکو ته د هیواد حخه د باندی روزنه ورکری خو د یو شمیر د پاسپورت او ویزي په برخه کی له ستونزی سره مخ شول او یو شمیر نور لیږل شوی کسان بیرته افغانستان ته راستانه نه شول