امریکا وايي په سوریې کې یې د داعش یو مهم قومندان وواژه

د امریکا ددفاع وزارت وايي ابو سیاف د داعش د نظامي او مالي چارو یو مهم کس او تنظیموونکی و.

سپینه ماڼۍ او د امریکا ددفاع وزارت وايي چې د امریکا ځانګړو ځواکونو د اسلامي دولت یا داعش یو لوړپوړی قوماندان د سوریې په ختیځ کې وژلی دی او د هغه میرمنه یې نیولې ده.

برید په شپه کې پر ابو سیاف شوی دی چې واشنګټن یې د داعش د نظامي او مالیې چارو یو تنظیموونکی او مهم کس بولي.

ابو سیاف د داعش د پاره د تیلو په تور مارکيټ کې هم دخیل و چې له همدغې لارې د داعش اکثره فعالیتونه تمویل کېږي.

سپینه ماڼۍ وايي چې د امریکا جمهور ریس بارک اوباما د جمعې په ورځ ناوخته ددفاع وزارت ته امر وکړ چې په عراق کې میشت امریکايي ځواکونه د العمر سیمې ته د عملیاتو د پاره واستوي.

د داعش د دغه مشر میرمن چې ام سیاف یا د سیاف مور نومېږي په عراق کې د امریکا د پوځ په توقیف کې ده او ویل کیږي چې د عملیاتو پرمهال د ابوسیاف د کور څخه یوه یزیدۍ میرمن چې زندانۍ وه، آزاده شوې ده.

د امریکا د ملي امنیت د شورا د ویاندې بیرنادیتا میهین له قوله په دې عملیاتو کې امریکايي پرسونل ته هېڅ زیان نه دی رسیدلی.

د امریکا ددفاع وزیر اشتن کارټر په یوې بیانیې کې ویلي دي چې دغه عملیات پر داعش یو بل لوی ګوزرا دی او دا هغه څه په ډاګه کوي چې د امریکا متحده ایالات به هیڅکله ترهګر پرې نږدي چې ځالې پیدا کړي او په خبره یې امریکایانو او د متحدینو اتباعو ته یې ګواښونه پیښ کړي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا او د څو متحدو ملکونه الوتکې د څو میاشتو راهیسې هره ورځ په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت پر ضد هوايي عملیات ترسره کوي خو ځمکني عملیات یې ډیر محدود دي.

یواځي تیرماښام د ایتلاف جټ الوتکو ۲۱ هوايي بمبارۍ کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *