په لوګر ولایت کی یو ښونځی سوځول شوی

ناپېژاندو وسله والو د لوګر د مرکز اړوند د پورک په سيمه کې “د شهيد غلام نبي سمسور” ښوونځى سوځولى دى.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور وويل چې تېره شپه دوو ناپېژانده وسله والو ياد ښوونځى سوځولى دى.

هغه زياته کړه: “دوه وسله وال راغلي، د مکتب دوه تنه ساتونکي يې اول وهلي، بيا يې په کوټه کې اچولي او تر هغه وروسته يې د لېسې اداري خونې ته اور اچولى چې ټول اسناد په کې سوځېدلي دي.”

د ده په وينا، د لېسې له اداري خونې پرته نورې خونې نه دي سوځېدلې خو ځينې خونې تورې شوې دي.

هغه زياتوي چې د دې پېښې له امله به دوه ورځې ښوونځى د زده کوونکو پر مخ تړلى وي.

د هغه د معلوماتو له مخې، “د شهيد غلام نبي سمسور” په لېسه کې شاوخوا اته سوه نجونې او هلکان په دوو وختونو کې زده کړې کوي.

د يادې لېسې د اتم ټولکي يوې زده کونکې حوريې پژواک ته وويل: “سهار موږ له کوره ووتو کله چې مکتب ته راغلو ګورو چې مکتب سوځول شوى دى.”

حوريې د ښوونځي سوځول ناوړه کار وباله او له وسله والو يې غوښتنه وکړه چې نور ښوونځي ونه سوځوي.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي هم د ياد ښوونځي سوځېدل تاييد کړل او زياته يې کړه چې په دې اړه پلټنې روانې دي خو په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

شاوخوا څلور کاله وړاندې د ياد ښوونځي مدير غلام نبي سمسور د وسله والو له خوا ووژل شو او په تېرو درېيو کلونو کې دا درېيم ځل دى چې ياد ښوونځى د ناپېژانده وسله والو له خوا سوځول کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *