د چین ولسمشر شې ژین پنګ پروسږکال هند ته سفر کړی و

د هند صدراعظم نریندار مودي نن د پنجشنبې په ورځ د دریو ورځو لپاره چین ته ځي. د سفر اصلي هدف د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي اړیکو قوي کول ښودل شویدي. د ښاغلي مودي د سفر په هکله د هند د مومبای د ښار نه د امریکا غږ خبریالې انجانا پاسریچا دا رپوټ رالیږلی .

د هند صدراعظم نریندرا مودي به د هند لومړنی صدراعظم وي چې د صدراعظمۍ په لومړي کال کې چین ته سفر کوي.

د نوي ډهلي د جواهر لعل نهرو په پوهنتون کې د چین د مطالعاتو پروفیسر سریکانت کوندا پالي وایي چې صدراعظم نریندرا مودي چینایي پانګه اچونکي هڅوي چې په هند کې د فابریکو او د زیربناوو په جوړولو کې پانګې واچوي او هغه دې کار ته ډیر اهمیت ورکوي.

” صدراعظم په ” هند کې تولید شوي” یو مهم پروګرام ګرځولی او دا یې درک کړیده چې د بهرنیو اسعارو پریمانه ذخیرې لري. د چین د دغو ذخیرو نه په هند کې د پانګې اچونې په برخې کې ، په ځانګړي ډول د تولیداتو په سکتور کې ګټه اخیستل کیدای شي. هند هم غواړي چې چین دې پدې برخې کې پانګه اچونه وکړي ځکه چې هغه هیواد پکې زیات پرمختګ کړی. “

ښاغلی مودي به د چین د ولسمشر شې ژېن پنګ سره د پنجشنبې په ورځ د شیان په لرغوني ښار کې وګوري او بیا به ورته په پیکنګ کې رسمي هرکلی وویل شي او تر هغه وروسته به شانګهای ته ولاړ شي. تمه کیږي چې دواړه مشران به د لسو میلیاردو په ارزښت تړونونه هم لاسلیک کړي. پدې تړونونو کې د لوړ سرعت د اورګاډي پټلۍ او په هند کې د صنعتي پارکونو جوړول شامل دي.

د پانګې اچونې تر څنګ هند غواړي چې د چین بازارونو ته دې د هغوي لاسرسی زیات شي. پروسږکال د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري ۷۰ میلیارده ډالره وه چې د هند برخه پکې یوازې ۳۸ میلیارده ډالره کیده.

هند او چین پداسې حال کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هلې ځلي کوي چې د د دواړو هیوادونو تر منځ د همالیه په غرونو کې د څو لسیزو راپدیخوا د سرحد پر سر جنجالونه روان دي. همدې جنجالونو د چین او هند اړیکې هم کمرنګه کړیدي.

خو د کله نه چې مودي صدراعظم شوی، هند کوښښ کوي چې خپله بهرنۍ پالیسې پداسې ډول پر مخ بوزي چې بل چا ته احتیاج نه وي. نوي ډهلي د جاپان او د امریکا متحده ایالاتو سره ستراتیژیکه انډیواله لا پسې پراخه کړله چې چین یې د یوه سره هم ښه راشه درشه نلري. د هند ددې اقدام په ځواب کې چین، د هند د رقیب هیواد پاکستان سره اړیکې مضبوطې کړلې. د چین ولسمشر شې ژین پنګ تیره میاشت اسلام آباد ته سفر وکړ او په پاکستان کې د ۴۶ میلیارده ډالرو په ارښت یې د پانګې اچونې اعلان وکړ.

د چین پدې پانګې اچونې کې د یوه ” اقتصادي دهلیز ” وړاندیز هم شوی چې په هند کې یې هم اندیښنې پیدا کړيدي ځکه چې دا دهلیز به د کشمیر له لارې پاکستان ته ځي چې هند او پاکستان یې د ملکیت پر سر جنجال لري.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت وزیر جی شنکر وایي چې پدې مسلې یې د چین سره وار د مخه خبرې کړیدي او په دوه اړخیزو خبرو کې به بیا هم پرې بحث وشي.

په عین حال کې د چین د چارو مبصر او د هند د ملی امنیت د مدیریه هیت پخوانی غړی یاداف رانادي وایي، چې د هند او چین تر منځ چې په آسیا کې ستر اقتصادي هیوادونه دي، په یو بل د باور د نشتوالي سره سره، دواړه هیوادونه غواړي چې د د یو بل د اقتصاد نه ګټه واخلي.

” د دواړو هیوادونو تر منځ ځیني اساسي ستونزې شته دي چې یو یې هم له پامه نشي غورځولی خو په اساسي ډول یې بیا دواړه کوښښ چې څنګه وکولای شي صمیمانه اړیکې ولري او هر چیرته چې امکان ولري، په اقتصادي لحاظ ګډ کار وکړي. پخپله صدراعظم مودي به هم کوښښ وکړي چې اقتصادي فرصتونه پیدا کړي ځکه چې دا د هغه اصلي اجنډا ده. “

د چین نه وروسته به صدراعظم نریندرا مودي منګولیا او د هغه ځای نه جنوبي کوریا ته سفر کوي. ښاغلي مودي کوښښ کوي چې پدغو هیوادونو کې هم د پانګې اچونې غوښتنه وکړي ځکه چې د هغه په قول دغه اقدامات په هند کې د غټ پرمختګ سبب کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *