كورنيو چارو وزارت د ۷۲ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هیواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۷۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۶۹ تنه ټپيان دي او دوه تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې كونړ، لغمان، بغلان، کندوز، فارياب، بدخشان، سرپل او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *