دلښکرګاه په برید کي ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دوه تنه چي په وسلو سمبال وو د هلمند ولایت دحج او اوقافو ریاست ته ننوتل او هغې غونډي ته يې ځان ورساوه چي دیني علماو دسولي په اړه جوړه کړې وه .

امنیتي چارواکو ویلي چي برید تر ۳ ساعتونو پوري وخت ونیوی ورسته دواړه بریدکوونکي ووژل سوه ولي جګړې له ځان سره نظامي او ملکي تلفات هم لرل .

د هلمند ولایت دلښکرګاه ښار مرکزي جامع جومات چي دعلماو شورا او حج اوقافو ریاستونه هم په همدې جومات کي دي تر برید لاندي راغله .

دهلمند د امنیت آمر سمونوال باچاګل بختیار وايې چي په برید کي ۸ تنه وژل سوي چي ۳ پولیس ، ۳ ملکي کسان او ۲ تنه خپله برید کوونکي وو .

دی زیاتوي چي دوه تنه وسلوالو چي پوره مهمات ورسره وو دحج اوقافو لخوا د علماوو غونډه وه چي یادو کسانو برید باندي وکړ .

همداراز دیني عالمانو وویل چي دوی دبیځایه قتلونو ، خپلسرو محکمو ، او دسولي په اړه غونډه جوړه کړې وه چي وسلوالو کسانو برید پر وکړ .

باید وویل سي چي په دې ورستیو کي دوهم دغه ډول برید دی چي پرله پسې ډول په لښکرګاه ښار کي رامنځ ته کیږي چي مخکنۍ برید څه موده وړاندي دلښکرګاه پر لمړۍ امنیتي حوزه ترسره سو چي نژدې ټوله شپه يې دوام وکړ .

هیره دي نه وي چي څو ورځي وړاندي په هلمند کي دمدني ټولنو دهمږغۍ مرکز په یوه غونډه کي دښار او ولسوالیو د ورستیو امنیتي حالاتو په اړه اندیښنه وښودل او له حکومته يې غوښتنه وکړه ترڅو روان خراب امنیتي حالت سم لوري ته بوزي

دوسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي دي چي په برید کي يې د ولسي پولیسو دمشر په ګډون ۱۵ امنیتي کسان وژلي دي خو دغه ادعا امنیتي چارواکي نه مني .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *