د پاکستان لومړى وزير د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په سيمه کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د خبرو په موخه نن سهار کابل ته را ورسېد.

کابل ته د پاکستان د لومړي وزير په مشرۍ پاکستاني پلاوي سفر د ولسمشر محمداشرف غني په رسمي بلنه ترسره کېږي او موخه يې دا ده چې له افغان چارواکو سره دوه اړخيزه خبرې وکړي.

په کابل کې د پاکستان سفارت د معلوماتو له مخې، د پاکستان له لومړي وزير نوازشريف سره په دغه سفر کې د پاکستان د لومړي وزير ستر سلاکار سرتاج عزيز، لوى درستيز، د پاکستان د بهرنيو چارو خصوصي سلاکار سيد طارق فاطمي او د بهرنيو چارو وزارت وياند اعزاز احمد چوهدري ملتيا کوي.

د پاکستان لومړى وزير به د دغه سفر په ترڅ کې له ولسمشر اشرف غني او د حکومت له اجرايي مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره ليدنې ولري.

د هېواد ولسمشر او د پاکستان لومړى وزير به نن له غرمې وروسته په ارګ کې يوې ګډې خبري غونډې ته وينا وکړي.

دا لومړى ځل دى چې د پاکستان لومړى وزير، په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت له جوړېدو وروسته کابل ته سفر کوي.

په کابل کې د پاکستان د سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې له افغانستان څخه د پاکستان د لومړي وزير ليدنه، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پياوړتيا او په سيمه کې تلپاتې سولې او سوکالۍ ته ته د ر سېدو لامل ګرځي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *