د دره صوف ولسوالۍ اوسیدونکي د مزارشریف لارې پر بندیدو نیوکه کوي

درۍ ورځې وړاندې د بارانونو او د سیلابونو بهیدو له امله د دره صوف ولسوالۍ په چیچل سیمه یو پول ویجاړ شوی دی . د سیمو اوسیدونکو په وینا له پنځه سوو څخه ډیر مسافرو او بار وړونکي موټر د لارې خلاصولو په تمه دي . دغه اوسیدونکې پر حکومت د نیوکې سره وایي، یو کال کیږي چی د دره صوف او مزار شریف لوی لاره ویجاړه شوې ده، خو حکومت تر اوسه ورته پاملرنه نه ده کړې.

د مسافرو او بار وړونکو موټر چلونکې هم له حکومت څخه شکایت لري دوی وایي چې هره ورځ څلور او یا پنځه سوه موټر په دې لاره تګ راتګ کوي خو مسولین د دره صوف او مزار شریف د لویې لارې رغولو لپاره هیڅ پاملرنه نه کوي.

دغه حرګندونې په داسې حال کې تر سره کیږي چې د دره صوف ولسوال همایون برلاس هم د یادې سیمې خلکو ستونزې مني خو وایي : چې څو ځلې یي همدغه موضوع یې د مرکزي مسولینو سره شریکې کړې ده خو د دوی له لورې کوم ګام نه د پورته شوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *