چین له افغان مرمرډبرو او زعفرانو ګټه اخلي

په کابل کې د چین سفیر وایي،چې هیواد یې د افغانستان له مرمر ډبرو او زعفرانو څخه ګټه اخلي.

د حکومت د اجرایه ریاست له مطبوعاتي دفتر څخه په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې دا خبره د چین سفیر د حکومت له اجرایه ریس ډاکټرعبدالله سره په کابل کې د لیدنې پرمهال کړې.

د سرچینې د معلوماتو پربنسټ په دغه لیدنه کې د چین سفیر دا هم ویلي،چې دوی پخپل هېواد کې د افغان مرمر ډبرو او زعفرانو نندارتون جوړوي او هیله من دي،چې افغان چارواکي هم برخه پکې واخلي.

اجرایه ریس ډاکټرعبدالله د چین هېواد له دغې ژمنې او پاملرنې څخه مننه کړې او ویلي،چې افغان حکومت له چین سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو زیاتیدو ته لېواله او خوشاله دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *