امنیتي پیښو کې ګڼ شمیر وسله وال وژل شوي
امنیتي پیښو کې ګڼ شمیر وسله وال وژل شوي
د افغانستان د بیلابیلو سیمو نه د اړي ګړي او بد امنۍ راپورونه رارسیدلي چې ورکې مرګ ژوبلې هم رامنځ ته شوي دي.
په ننګرهار کې چارواکي وايي تیر مازیګر ایتلافي ځواکونو په لالپوره ولسوالۍ کې د بې هوابازه الوتکې دلارې د وسله والو طالبانو پټن ځایونه په نخښه کړي دي. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقيوال وايي دا بریدونه د لالپورې په ( مچ میږي ) کلي کې شوې او ورکې دیارلس وسله وال وژل شوي دي. طالبانو په دې اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي.
هلته د فرا ولایت والي محمد اصف ننګ بیا وايي چې په بالابلوک ولسوالۍ کې د پولیسو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې د طالبانو څلور سیمه ایز قوماندانان وژل شوي دي. د ننګ په وینا په دې جګړه کې د پولیسو یو سرتیری هم وژل شوی دی. بل پلو طالبان ادعا کوي چې په جګړه کې یې حکومتي سرتیرو ته په لویه پیمانه تلفات ور اړولي دي.