د برتانيې پارلماني ټاکنو کې د ډيويډ کيمرون ګوند له خپلو سيالانو مخکې دی

تیره ورځ برتانيا کې د شوو د پارلماني ټاکنو پايلې را روانې دي او تر اوسه د ۶۵۰ پارلماني حلقو څخه د ۳۴۳ حلقو پايلې راوتي دي.

د برتانيا د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، چې د پارلماني ټاکنو ټولې پايلې به نن د جمعې په ورځ له غرمې وروسته اعلان شي.

وروستي معلومات وايي، چې د کارګرانو ګوند تر اوسه ۱۴۱ څوکيو په ګټلو تر ټولو مخکې دی ورپسې محافظه کارو ګوند ۱۲۶څوکۍ ګټلي دي.

برتانيا کې د نورو په پرتله فعال او خدمت کوونکي کارګر ګوند د سکاټ لينډ مستعمره کې سخته ماتې خوړلې او هلته د کارګرانو ګوند سيال او له برتانيې ازادي غوښتونکي «سکاټش نيشنل پارټي» تر اوسه د څلوېښتو څوکيو په ګټلو له نورو مخکې دی.

په دغو څلوېښتو څوکيو کې ۳۳ داسې څوکۍ هم شته، چې تېرو ټاکنو کې کارګر ګوند ګټلې وې.

وړاندوينې

د برتانوي ټاکنو څارونکي وايي، چې کيدای شي، تر نن ماسپښينه څرګنده شي، چې د برتانيا اوسنۍ پارلماني ټاکنې يو ځل د ډيويډ کيمرون محافظه کاره ګوند وګټي او د برتانوي دارلعلوم ۶۵۰ څوکيو څخه ۳۱۶ څوکۍ دوی تر لاسه کړي.

د ټاکنو څارونکي وايي، چې د محافظه کاره واکمن ګوند اتحادي ليبرال ډيموکرات ګوند کېدای شي، له سختې ماتې سره مخ شي او خپلې ۴۷ داسې څوکۍ بايلي، چې ۲۰۱۰ز ټاکنو کې يې ګټلې وې.

بل پلو د برتانيې مستعمره سکاټ لينډ کې د ازادۍ پلوي ګوند په اړه ويل کيږي، چې د سکاټ لينډ له يوې څوکۍ پرته کېدای شي، ټولې څوکۍ دوی وګټي.

سکاټ لينډ کې ټول ټال ۵۹ ټاکنيزې حلقې دي، چې کېدای شي، ۵۸ يې د ازادۍ پلوي ګوند وګټي.

د برتانيې ګارګرانو ګوند د څارونکو وړاندوينې رد کړي او ټينګار کوي، چې د برتانيې اوسنۍ پارلماني ټاکنې به دوی ګټي.

د سياسي چارو څارونکي وايي، چې کېدای شي، د ډيويډ کيمرون محافظه کاره ګوند اوسنيو ټاکنو کې ډېرې څوکۍ وګټي، مګر بيا هم نه شي کولای، چې په يوازې ځان مستقل حکومت وکړي و او دغه ګوند اړ دی، چې بل ګوند سره په ګډه حکومت جوړ کړي.

په تېرو پارلماني ټاکنو کې محافظه کاره ګوند ۳۰۷ څوکۍ ګټلې وې او د حکومت کولو لپاره ۳۲۳ څوکيو ته اړتيا وه، چې له همدې امله يې ليبرال ډيموکرات ګوند سره په ګډه پنځه کاله حکومت وکړ.

د برتانيې ګارګرانو ګوند ۲۰۱۰ز ټاکنو کې ۲۵۸ څوکۍ ګټلې وې او داسې ويل کيږي، چې کېدای شي دا ځل له پخوا هم کمې څوکۍ وګټي.

که د څارونکو وړاندوينې پر ځای وي، نو صدر اعظم ډيويډ کيمرون به يو ځل بيا د پنځو کالو لپاره د برتانيې واکمن شي.

تېره ورځ د برتايې پارلماني ټاکنو تر څنګ د ۲۷۹ سيمه ييزو شوراګانو او شپږو لويو ښارونو لپاره د ښاروالۍ ټاکنې هم تر سره شوې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *