ميدان وردګو كې د درېيو قوماندانانو په ګډون ۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ميدان وردګو ولايت په جغتو، سيد اباد او دايميرداد ولسواليو کې تېره شپه د بیلابیلو پیښو په ترڅ کې د دولت د وسله والو مخالفينو درې قوماندانان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د سيد اباد ولسوالۍ په چيجان سيمه کې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې د وسله والو مخالفينو دوه سيمه ييز قوماندانان احمد مشهور په حمزه او عبدالعليم مشهور په حيدري ووژل شول.

سرچينه وايي، د دايميرداد ولسوالۍ په کافر قلعه سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې د وسله والو مخالفينو يو وزيرستانى قوماندان ملان نصير وژل شوي او څلور نور وسله وال ټپيان شوي دي.

د سرچينې په وينا، د جغتو ولسوالۍ په اختر خېل او سيده سيمو کې هم د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې په ترسره شويو نښتو او عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دي اوښتي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *