ملي امنيت پر عبدالرب رسول سياف د تروريستي بريد مخنيوى كړى

د ملي امنيت عمومي رياست پر جهادي مشر عبدالرب رسول سياف د يوه تروريستي بريد مخنيوى كړى.

د دغه رياست وياند عبدالحسيب صديقي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، د كابل د ملي امنيت رياست منسوبينو د ځانګړو عملياتو په پايله كې يوه تروريستي شبکه نيولې، چې غوښتل يې جهادي مشر عبدالرب رسول سياف ترور کړي.

د هغه په وينا، د دغه بريد اصلي طرحه كوونكى قاري حميدالله نومېږي، چې د حقاني شبکې يو قوماندان دى.

صديقي زياته كړه، چې د ملي امنيت عمومي رياست د روان لمريز كال له پيله تراوسه ۲۱۳ ځانګړي عمليات كړي او ۱۶ هوايي عمليات يې همغږي كړي، چې په پايله كې يې ۷۲ اساسي هدفونه له منځه تللي او له ۲۰۰ زيات وسله وال مخالفين او د هغوى قوماندانان ټپيان شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *