د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د چارشنبې په ورځ ده وویل، له سعودي چارواکو سره به په یمن کې د روانې کورنۍ جګړې په ترڅ کې د یو ځنډ د راتلو پر لارو چارو خبرې وکړي ، څو دې هیواد کې هغو ولسي خلکو ته د بشري مرستو د رسیدو لاره هواره شي چې په جګړې کې ښکیل دي .

ویل کیږي په یمن کې د خوړو ، سون د موادو او درملو کمي ددې هیواد د خلکو ستونزې چې دغلته لا دمخه روانې جګړې زپلې نورې هم سیوا کړي دي .

په افریقايي هیواد جیبوتي کې د خبري کنفرانس پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل چې په یمن کې د بشري وضیعت په اړه ژوره اندېښنه لري او زیاته یې کړه چې دغلته وضیعت له یوې ورځې بلې ته خرابیږي .

د جان کري په وینا دا ډیره مهمه ده چې په جګړه کې د اوربند او ځنډ شرایط په سمه توګه عملي شي څو هیڅ لورې د اوربند له مودې څخه د سیمو د لاندې کولو لپاره کار وا نخلي کنه وضیعت به نور هم کړکیچن شي .

جیبوتي هغه هیواد دی چې د یمن د جګړې له کبله څو زره کډوال ور اوښتي دي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکي حوثي یاغیان په روان تاوتریخوالي ملامته وبلل ، خو ویې ویل باور لري چې په راتلونکو ورځو کې به په جګړه کې یو موقت اوربند وشي .

جان کري د چارشنبې په ورځ سعودي عربستان وستایه چې هڅې یې کړي څو مرستندویه ادارې په یمن کې ملکي خلکو ته ورسیږي . نوموړي وویل چې د بشري مرستو د رسولو لپاره به د یو موقت اوربند مسله هم د سعودي له چارواکو سره وڅیړي .

نوموړې همدارنګه په یمن کې د خوړو ، اوبو او سرپناه د زیاتیدونکې اړتیا په پوره کولو کې د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا د اته شپیته میلونو ډالرو مرستې اعلان هم وکړ . نوموړې وویل چې امریکا به جیبوتي ته هم دوه میلونه ډالر مرسته ورکړي څو د یمني کډوالو ستونزې کمې شي .

په داسې حال کې چې د کورنۍ جګړې له کبله له یمن څخه امریکايي مځکني ځواکونه وتلي ، جیبوتي په سیمه کې د القاعده شبکې د فعالانو او نورو سخت دریځو پر ضد د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د کارولو مهمه سیمه ده .

یمن د اوږدې مودې راهیسې بېوزلۍ ، سیاسي شخړو او د القاعده شبکې فعالیتونو ځپلی دی.

په دې وروستیو کې په دې هیواد کې حوثي یاغیانو ډیره سیمه ونیوله او د یمن ولسمشر عبدالربه منصور هادي یې له هیواده تیښتې ته اړ ایست .

په مقابل کې یې د سعودي په مشرۍ د عربي هیوادونو یو ایتلاف په یمن کې د حوثي وسلوالو پر اهدافو هوايي بریدونه پیل کړل .

تر اوسه د یمن په جګړه کې د کمیدو نښې نه لیدل کیږي. حوثي یاغیانو د سې شنبې په ورځ پر سعودي عربستان هاوانونه او توغندي توغولي چې د راپورونو له مخې یې دوه ملکیان وژلي.

همدارنګه ویل کیږي چې پنځه سرتیري یې هم نیولي دي . په عین حال کې په سلګونو یمني کورنۍ د عدن ښار ته تښتیدلي چې جیبوتي ته نژدې پروت ښار دى.

مرستندویه ټولنې اټکل کوي چې د یمن د شخړو له کبله ښايي په دې کال کې دیرش زره کسان جیبوتي ته کډوال شي . دا به په دې هیواد کې چې لا دمخه د شل زرو سومالیايي کډوالو کوربه دی بشري امکانات نور هم ستونزمن کړي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *