د چين مسلمانانو ته خپلو هټيو کې دې الکول او سګرټ وپلوري امر شوى

د چین حکومت په دې هیواد کې د اسلامي احساساتو د کمزوري کولو لپاره ټولو مسلمانو د کاندارانو ته امر کړى چې په خپلو هټیو کې دې الکول او سګرټ وپلوري.

د چین په شین جیانګ ولایت کې چې زیات استوګن یې مسلمانان دي، د رسټورانټو چلوونکو ته امر شوی چې د الکولو او سکرټو لپاره تبلیغ وکړي او د خلکو د تشویق لپاره یې په فیشني بستو کې وپلوري.

د ازادې اسیا راډیو په حواله، د چین حکومت، د دې فرمان سرغړوونکو ته خبرداری ورکړی چې دوکانونه به یې وتړل شي او حتی محاکمه کیدلای شي.

د چین پر حکومت نیوکې کیږي چې په شین جیانګ کې استوګن مسلمانان یې ځپلي او په وروستیو ۲ کلونو کې ، هلته تشدد زیات شوی دی.

چین په دې سیمه کې د اسلامپالو افکارو د ځپلو لپاره شدید کمپاینونه ترسره کړي دي.

حکومتي چارواکي، ځوانان او کوچنیان جوماتوته د تګ، روژې نیولو او حتی په جماعت د لمانځه اجازه نه لري.

په زیاتو سیمو کې ښځو ته اجازه نه ورکول کیږي چې مخونه پټ کړي / نقاب واغوندي او هلکانو ته ویل کیږي چې ږیرې دې نه اوږدوي.

په سیمه کې د کمونست ګوند یوه چارواکي عادل سلیمان، د ازادې اسیا راډيو ته ویلي چې زیاتو دکاندارانو له تیرو ۳ کلونو راهیسې د الکولو او سګرټو خرڅول کم کړي او خریداران یې هم کم شوي دي.

سلیمان ویلي چې په اسلام کې مخدرات منع دي نو په شین جیانګ کې زیات مسلمانان د الکولو او سګرټو له اخیستلو ډډه کوي. خو سیمیز چارواکي هغو ایغورو مسلمانانو ته چې سګرټ او الکول نه څښي ، د سخت دریځو په سترګه ګوري.

په شین جیانګ کې د کمونست ګوند چارواکي د ازادې اروپا راډیو ته وویل: موږ دلته د اسلام د کمزوري کولو لپاره یو کمپاین لرو او دا وروستى اقدام یې هم یوه برخه ده .

د شین جیانګ په جنوب کې د اکتاش په کلي کې زیات مسلمانان اوسي.

په دې سیمه کې خلک د حکومت تر فشار لاندې دي.

د ازادې اسیا راډیو یوازنۍ خبري اداره ده چې له دې سیمې د مسلمانانو په وړاندې د فشارانو په اړه رپوټونه خپروي.

د چین د کمونست ګوند سیمیزو چارواکو دې راډیوته ویلي چې حکومت په سیمه کې د اسلامپالو ډلو د نفوذ د خپریدو د مخنیوی لپاره د الکولو او سګرټو د مصرف زیاتیدل غوره ګڼي .

دې چارواکي ویلي چې د اسلامپالو افکارو پراختیا په سیمه کې ثبات ته ګواښ پيښ کړی دی.

په اکتاش کې رسټورانټونو ، دکاندارانو او د سوپرمارکیټونو خاوندانو ته د الکولو او سګرټو د خرڅولو په اړه شوی امر پر ټویټر خپور شوی دی .

په دې فرمان کې راغلي چې هر وګړی چې له دې نوي فرمانه سرغړونه کوي ، دوکانونه به یې وتړل شي. تجارت به یې بندشي او پر ضد به یې قانوني اقدام وشي.

چین وايي چې ایغور مسلمانان د انټرنټ له لارې د سیمې په خلکو کې د جهاد تبلیغ کوي. خو یو شمیر کسان په دې باور دي چې د چین حکومت ایغور مسلمانان ډير ځپلي او پر حقونو یې تیري شوي دي.

د چین حکومت په خلکو کې د نشنلیست / ملتپالنې احساس ته دومره قوت ورکړی چې زیات یې خلک د اسلامپالو د تشدد   ملاتړ ته اړ کړي دي.

یو شمیر څیړونکو واشنګټن پوست ورځپاڼې ته ویلي: د چین حکومت غواړي چې د الکولو او سګرټو مصرف زیات کړي، پر ږیرو او حجابونو بندیز لګوي او خلک له روژې او لمانځه منع کوي. داسې هڅې معکوسه نتیجه ورکولای شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *