په غزني ولايت کي د مجاهدينو د بريا له درويشتمي کليزي نمانځنه وشوه

د غونډې گډونوالو تر غوزونو په پر مختللو وسلو سنبال سره پوځ ته ماته ورکول د اوسنۍ پيړۍ له مهمو پيښو څخه ښودلي ويلي يي دي د افغانستان جهاد او مقاومت د نړيوالو يو شمير هيوادونو د خپلواکی لامل شول

د غزني سرپرست والي موسی خان اکبر زاده، په خپلو خبرو کې د ۱۳۵۷ کال د غویي ۷ او د ۱۳۷۱ د غویي اتمې نیټو ته په نغو تې سره ویلي: ځینې کسان هڅه کوي ترڅو د افغان ولس د جهاد لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي او هڅه کوي ترڅو د غویي میاشتې اوه او اتمه نیټه د یوه بل ترڅنګ ځای پر ځای کړي. اکبر زاده ویلي. د غویي میاشتې اوه نیټه د هغه کسانو لپاره نیکمرغه ده چې په هیواد کې له کمونیزم څخه ملاتړ کوي په داسې حال کې چې د غویي اتمه نیټه د عزت او ویاړ ورځ ده.

یو شمیر نورو جهادي مشرانو چې په دې مراسمو کې یي ګډون کړی وو د غویي له اتمې په سمه توګه پرنه نمانځنې نیوکه وکړه وویل: په هیواد کې اوس مهال داسې هڅې رواني دي ترڅو د مجاهدینو لاسته راوړنې کمرنګه وښي او دوی له چارو څنډې ته کړي.

دا مراسم د غزني ولایت د لوړ پوړیو چارواکیو سیمه ایزو مسولینو جهادي قومنداانانو او عامو خلکو له لوري د غزني د مقام ودانی په تالار کې تر سره شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *