د ايران اټومي پلان په هکله د وروستۍ هوکړې په موخه جدي خبري به له همدي اونيه پيل شي

د ايران بهرنيو چارو وزير له دي ځرگندونو سره حسن روحاني ويلي، کيداي شي په راتلونکي مياشت کي په دي هکله هوکړه وشي

د ايران بهرنيو چارو وزير د اټومي وسلي پراختيا د مخنيوي په موخه په ناسته کي، چي د ملگرو ملتونو په مرکز کي په لاره اچول شوي وه له خپل امريکايي سيال سره ليدلي او د ايران اټومي پلان په هکله يي خبري کړې دي. له دې لیدنې وروسته د ایران بهرنیو چارو وزیر(محمد جواد ظریف) له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي: دوی پریکړه کړې چې د ایران اټومي پلان په هکله وروستۍ هوکړې ته د رسیدو لپاره به، ایران او پنځه جمع یو هیوادونه جدي هڅې پیلوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر هم په دې لیدنه کې ویلي: امریکا به کورنیو ستونزو ته په نه پاملرنې سره نړیوالو قوانینو ته ژمنه وي. د ایران ولسمشر(حسن روحاني) هم نن په تهران کې ویلي:که چیرې مقابل لوری جدي هوډ ولري کیدای شي په راتلونکې میاشت کې یوه تل پاتې هوکړه تر لاسه شي. ده ویلي پر ایران بندیزونه د له منځه تلو په حال کې دي او د تحریم دلالان د یوه بل ګام په لټه کې دي. روحاني د تهران یوې غونډې ته وویل: اټومي پلان او د ستونزې هوارول یي ددې هیواد له اساسي برخو څخه شمیرل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *