د افغان ولس مقدس جهاد د کمونيسم پر ښوني بريالی شو
نن د غويي يا ثور مياشتي اتمه نيټه هغه ورځ ده چي د افغان ولس مقدس جهاد د کمونيسم پر ښوني بريالی شو
دا هغه ورځ ده چي د لويديځ او ختيځ دوه ښونځيو کي يي بدلون راوست او د لومړي ځل لپاره سياسي اسلام سر را پورته کړ. د شوروي پر وړاندي د افغان ولس جهاد نه يواځي له نيواک گری د هيوادونو د خلاصون لامل شو، بلکي نړيوالو معادلاتو ته يي بدلون ورکړ.
د دیارلس سوه یو اویایم کال د غویي له اتمې نیټې ۲۳ کاره تیریږي. دا هغه ورځ وه چې د جهاد له برکته یي د افغان ولس برخلیک ته بدلون ورکړ په دې ورځ جهاد بریالی شو او کمونیستي ایدیولوژي چې په نړیواله اید یولوژي بدلیدونکې وه له منځه لاره.
د غویي اتمه نیټه له یاده نه ایستونکي خاطرې لري د هغه شهیدانو خاطرې چې د د نړۍ پیاوړي ځواک پر وړاندې په تش لاس ودریدل او تر شهادته یي د نړۍ ستر یرغلګر چې تر غوږونو په پرمختتلو او درنو وسلو سنبال وو په ګونډو کړ دوی شهیدان شول تر څو راتلونکې نسلونه د سولې امنیت او خپلواکی تر سیوري لاندې شپې ورځې تیرې کړي.
خو څه وشول چې راتلونکي نسل هم د سولې او امنیت مخ ونشو لیدلی او مجاهدین هم چې په میلیونونه شهیدان او ټپیان یي ورکړي وو د حکومت په رامنځ ته کیدو بریالی نشول.
له دې سره چې د کورنۍ جګړې پیلدلو لاملونه د بهرنیانو مداخله د یو شمیر جهادي مشرانو او قومندانانو هوسبازی او د ځان لپاره غوښتنې بلل کیږي او دې ته یي اجازه ورنکړه ترڅو د څورلس کلن جهاد میوه پخه شي خو د چارو شنونکي وایي نشي کیدای چې د افغان ولس جهاد چې په سرښندونو او سر تیریدنو سره یي د نړۍ ستر ځواکمن ته ماته ورکړی او د هیواد له خپلواکیه یي دفاع وکړه د جهاد له بریالیتوب وروسته یعني د غویي میاشتیې د اتمې نیټې وروسته د رامنځ ته شویو پیښو له کبله له هیره وباسو
ددې کارپوهانو په آند په دې کې باید شک نشته چې د شوروي د یرغل پر وړاندې د مجاهدینو پاڅون او جهاد بر حقه وو او جهاد د هغه کسانو له کړنو سره پرتله نشي کوم چې له دې مقدس نوم څخه یي ناوړه ګټه پورته کړې.