ملگرو ملتونو د غزي جگړې په هکله له څيړنو وروسته ويلي: اسرايلو په دې جگړه کې ددوی له لوري په ښونځيو بريدونه کړې چي پکي د ښځو او ماشومانو په گډون دوه سوه اويا کسان وژل شوي دي . د ملگرو ملتونو لوی منشي بانکي دا بريدونه غندلي ويلي يي دي ددي بنسټ ښونځي او مرکزونه بايد له بريدونو خوندي وي.

د ملګرو ملتونو څیړنې ښیي چې، د غزې په تیر کال جګړه کې اسرایلو پر هغه ښونځیو اوه ځله بریدونه کړي کوم چې د ملګرو ملتونو له لوري پرانستل شوې وو. په دې ښونځیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور څلویښت کسان وژل شوي او دوه سوه اوه ویشت نور ټپیان وو. ملګرو ملتونو په دې هکله یو دوه سوه اوه پاڼه ایز ریپوټ چمتو کړی او ددې ریپوټ لنډیز یي خپور کړی دی. بانکي مون دا بریدونه غندلي ویلي یي دي، ددې ادارې تر څار لاندې مرکزونه او ښونځي باید له بریدونو خوندي وي.

د غزې په جګړه کې له دوه زره دوه سوه ډیر کسان چې ډيری یي ملکیان وو وژل شوي او په زرګونه نور تپیان شوي وو. په دې ریپوټ کې ویل شوي د اسرایلو په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې دوه سوه درویشت ښونځي له منځه تللي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *