د ماليي وزير نن ولسي جرگي ته د ځواب ويلو په موخه ورغوښتل شوی وو

اکليل حکيمي د تير کال د تړون ليکونو د نه پلي کيدو په تړاو د استازو پوښتنو ته د ځواب ويلولپاره ورغوښتل شوی و

ښاغلي حکيمي وويل، له دي څخه د نيمايي تړون ليکونو لگښت ورکړل شوی او په نورو کار روان دی

د ماليي وزير ويلي: مرسته کونکو هیوادونو له افغانستان سره مرسته د پیسو نړیوال صندوق د هوکړې سره تړلې بللې ده ویلي له دې نړیوال بنسټ سره د حکومت د هوکړې له مخې تر ۲۰۱۶ کاله به ۸۰۰ میلیونه ډالره افغانستان ته ورکړل شي. چې د امریکا له مرستو څخه شمیرل کیږي ښآغلي حکیمي وویل: دا مرسته له بودیجې سره یوځای کیږي او له دې هوکړې وروسته، د پنځوس سلنه قراردادیانو پیسې ورکړل شوې دي او د پنځوس سلنه نورو به هم ورکړل شي.

د مالیی وزیر وویل ډیری مرسته کونکو هیوادونو دا منلی چې خپلې مرستې به د دولت د بودیجې له لوري لګوي او په دې هکله له آلمان او بریتانیا سره هم په خبرو بوخت دي ترڅو ددې هیوادونو مرستې هم د حکومت له لوري ولګول شي.

د مالیې وزیر وویل: ددې قراردادیانو د حوالو نه پلي کیدو ستونزه په تیر کال کې د بودیجې کمښت وه. ده ویلي په تیر کال د پرمختیایي پروژې د بودیجې د کمښت له کبله ځنډول شوې وې د ولسي جرګې غړیو د حکیمې پر څرګندونو قناعت تر لاسه نکړ او یو شمیر وویل په حکومت کې اداري فساد خپلې وروستی کچې ته رسیدلی او پرمختیایي پروژې د حکومتي چارواکیو او سوداګرو ترمنځ معامله کیږي.

یو شمیر استازو د پلانونو په هکله هم پوښتنې درلود ې د هغه پلانونو کې مراحل یي پآی ته رسیدلې خو بودیجه یي تصویب شوې نه ده دوی ویلي دا پروژې د ولایتونو لپاره اړینې دي او باید ددې لپاره بودیجه ځانګړې شي.

دمالیي وزیر وویل ټولې برنامې چې په پام کې نیول شوې او مالي کوډ لري پلي کیدونکي دي حتی که له کلونو راهیسې پاتې وي. ښاغلي حکیمي په ځینې پلانونو کې د ستونزو په منلو سره ویلي: ددې ستونزو د هواری لپاره ځانګړې کمیټه رامنځ ته شوې ده

د ګردندیوال لویه لاره د بادغیس کړه ایز سړک او په لسګونه نورې پروژې نیمګړې پاتې دي چې په و زارت خونو کې د ظرفیت د کمښت له امله ځنډیدلې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *