ډيويډ پټرايوس (۱۰۰۰۰۰) ډالره جريمه او تر دوه کاله په څارني محکوم شو

پټرايوس چي د امريکا د استخباراتو پخوانی مشر دي، خپلي معشوقي ته د محرمانه اسنادو په ډاگه کولو تورن دی

جنرال ډیویډ پټرایوس، په افغانستان کې او امریکا کې د لومړۍ درجې پوځي شمیرل کیده، خو یوې امریکایي خبریالې ته یي د پټو رازونو په ډاګه کولو سره محاکمه شو. میرمن براډول د ښآغلي پټرایوس د ژوندانه کتاب لیکونکي ده او ددې کتاب له خپریدو وروسته د دی دواړو د اړیکو په هکله هم مالومات خپاره شول.

د امریکا فدرال پولیسو د براډول د کور په پلټڼه کې چې په دوه زره دولسم کال کې تر سره شوه ځینې داسې اسناد او شواهد تر لاسه کړل چې محرم وو. په دې کې د امریکا د جاسوسانو او حتی داسې اسنادو شتون درلود   چې یواځې د پترایوس او ولسمشر تر منځ ګډ وو.

پټرایوس ددې حکم له اعلانه وروسته وویل: د محکمی د حکم له مخې دوه نیم کاله تیریدل دده لپاره کابوس دی. ده ډیر ویلي چې محرمانه اسناد یي ساتلي دي او امینتي مسایلو په هکله یي میرمن براډول ته مالومات نه دي ورکړي.

خو د محکمې پر مهال یي منلې چې دا شهادتونه ریښتینې نه وو.

جنرال پټرایوس په دوه زره دولسم کال کې له پایولابراډول سره د اړیکو له په ډاګه کیدو وروسته له خپلې دندې لاس واخیست.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *