په امريکا کي د نيويارک پوهنتون علمي پلاوي په نيول شويو سيمو کي ددي بنسټ د پانگوني بندولو او همدارنگه د اسرايلو د تحريم او پانگوني د مخينيوي غوښتنه کړې ده.

د ريپوټونو له مخي ددې پوهنتون د علمي پلاوي يو سل شلو کسانو دا وړانديز لاسليک کړی دوي ويلي: اوس هغه مهال رارسيدلي ترخو دا بنسټ پر اسرايلو مالي او اخلاقي فشار ته زور ورکړي

د نیویارک پوهنتون استادانو له دې سره په اسرایلي شرکتونو کې د نیویارک پوهنتون د پانګونې د پای ته رسیدو غوښتنه هم کړې ده.

ددې وړاندیز یوه پلوي(ډیویډهوک) ل پرس ټي وي سره په مرکه کې ویلي: «د فلسطین په نیول شویو سیمو کې د بشر له حقونو ډيره سرغړونه شوې ده. اسرایل د اپارتاید رژیم دی. دا چې ډيری فلسطینیان له خپلو کورنو ایستل کیږي د اندیښنې وړ دي.»

د نیویارک پوهنتون اجرایي چارواکیو د استادانو دا وړاندیز رد کړی او ډيری نورو یهودیانوهم ددوی دا وړاندیز غندلی دی.

د اسرایلو ضد یوه ددې طرحې یوه بل وړاندیز کونکي( نیکي کوکران) ویلي: «زه داسې فکر کوم چې امریکا به له فلسطینیانو سره له ځناوري چلند څخه بې خبره وي.»

ده هیله مندي څرګنده کړې چې ددوی غوځښته به د اسرایلو پر وړاندې ګټورې پایلې ولري.

د نیویارک نورو پوهنتونونو لکه: د کلمبیا او بروکلین کالج استادانو هم ورته وړاندیزونه کړي دي. مخکې له دې د کاناډا یو شمیر محصلینو هم د اسرایلو لوري د فلسطین پر نیولو نیوکه کړې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *