د روسيي بهرنيو چارو زير(سرگي لاوروف) امريکا په نړۍ کي د بيلتون په رامنځ ته کولو تورنه کړې ده

ده ويلي: امريکا د اوکراين ستونزه رامنځ ته کړه تر څو په دي سره وکولاي شي د روسيي او اورپايي ټولني په ځانگړې توگه له آلمان سره له نږدي والي مخنيوی وکړي . لاوروف ويلي. روسيه يو موټی اوکراين غواړي ځکه که چيري تجزيه شي په آساني سره له ناټو سره يوځاي کيداي شي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر(سرګي لاوروف) له یو شمیر روسي رسنیو سره په مرکه کې ویلي: امریکا دا نغواړي ترڅو په ستراتیژیکو سیمو کې ددوی له شتون پرتله حالات کابو وي او دا د واشنګټن تګلاره ده چې غواړي هر هیواد پر ځان پورې تړلی وساتي. د روسیې بهرنیو چارو وزیر امریکا په نړۍ کې د ستونزو په رامنځ ته کولو تورنه کړه وویل: امریکا د اوکراین ستونزه رامنځ ته کړه ترڅو په دې سره د روسیې او اوروپایي ټولنې په ځانګړې توګه له آلمان سره له نږدي والي منخنیوی وکړي دده په وینا د اوکراین ستونزې امریکا ته دا وخت په لاس ورکړ ترڅو د یوه فرضي دښمن پر وړاندې یعنې د روسې پر وړاندې نآتو د ځان لپاره وساتي. څرنګه چې دې هیواد په دوه زره یو کال کې په افغانستان کې په ورته کړنې لاس پورې کړی و.

دې روسي چارواکي امریکا د وسلې د پرمختیا د منع قانون په سرغوړنې تورنه کړه وویل: روسیه د امریکا په څیر نغواړي خپلې اټومي وسلې په نړۍ کې وویشي. لاروف په دې مرکه کې ایران ته د ایس درې سوه توغندیو په هکله وویل: روسیې ایران ته دا توغندي د اټومي پلان په هکله خبرو ته د تهران د هڅوې او پر دې هیواد د برید د مخنوي په موخه ورکړي دي.

ده د مسکو او تهران د اړیکو په هکله وویل: مسکو او ایران د ترهګری او د لارښونکو جرایمو د شندولو لپاره له نږدې اړیکې لري او د دواړو هیوادونو ترمنځ یوه ګډ پوځي ځواک رامنځ ته کولو ته اړتیا لیدل کیږي خو تر اوسه په دې هکله خبرې نه دي شوي. ده ویلي روسیه د یوه موټي بې پلوه او پرمختللې اوکراین غوښتونکي ده او که چیرې دا هیواد تجزیه شي په هوساینې سره د نآتو تړون غړیتوب تر لاسه کولای شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *