په بالا مرغاب ولسوالی کي پوله ساتي ځواکونه د طالبانو له لوري کلابند شوي دي
په بالا مرغاب ولسوالی کي پوله ساتي ځواکونه د طالبانو له لوري کلابند شوي دي
سيمه ايز مسولين وايي: په دي ولسوالي کي د دواړو خواوو ترمنځ نښته روانه ده او دوی له مخالفينو سره د جگړې لپاره جگړه ايزو وسايلو او مرستندويو ته اړتيا لري
د هیواد په لویدیځ کې د پوله ساتو ځواکونو قومندان(محمد جمعه عدیل) ویلي: وسله والو طالبانو له ترکمنستان سره پولې ته نږدې د بالا مرغاب ولسوالی په مورچاق سیمه کې پر امینتي پوستو برید کړی. دوی ویلي د سه شنبه په ورځ وسله والو طالبانو دا پوستې کلابندې کړې خو د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي. له دې سره دوی ویلي، ددې ځواکونو د مرستې لپاره جګړه ایز وسایل او مرستندویه ځواکونه چمتو شوي او ټاکل شوې نن د څرخي الوتکو په وسیله سیمې ته ولیږدول شي.
د بادغیس والي ویاند (میرویس میرزکوال) ویلي: وسله وال طالبان په پرمختللو وسلو سنبال دي او په ولسي جرګه کې ددې ولایت استازو د بالا مرغاب ولسوالی د امنیت په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده.
دوی ویلي: که چیرې امنیتي سرتیرو ته په بیړې سره مرستې ونه رسول شي نو په دې ولایت کې به هم د بدخشان پیښه تکرار شي.
مریچاق د بالا مرغاب ولسوالی اړوند سیمه ده چې له ترکمنستان سره ګډې پولې ته پرته ده.