چين او پاکستان په بيلا بيلو برخو کي ۵۱ ترون ليکونه لاسليک کري دي

د چين ولسمشر د پاکستان له لومري وزير سره په يوه گده خبري ناسته کي چي په اسلام اباد کي په لاره اچول شوي وه وويل: د چين په بهرني سياست کي پاکستان خانگري خاي او اهميت لري.

د رارسیدلو ریپوټونو له مخې، پاکستان ته د چین ولسمشر په دوه ورځینې سفر کې، د دواړو هیوادونو ترمڼځ یو پنځوس تړون لیکونه لاسلیک شوي دي. د چین ولسمشر د یوه پلاوي په مشرۍ تیره ورخ پاکستان ته تللی او د همکاریو له یو پنځوسو پروژو څخه دیرش پروژې یې د لویو لارو او اورګاډي پټلۍ د رغاونې په هکله دي.

د ګواډر له بندره د چین تر سینګیانګه د ترانزیتي لارې جوړولو هغه لویه پروژه ده چې چین په دې برخه کې پانګونه کوي. دا لاره به د دواړو هیوادنو او له سیمې سره د سوداګری په برخه کې ډيرې ګټورې پایلې ولري. دپاکستان لومړي وزیر هم ددې لارې جوړیدل د دواړو هیوادونو اود سیمې اقتصادي ودې لپاره ډیر ګټور ښودلي دي.

د چین ولسمشر د پاکستان له لوري وزیر سره په دې ګډه خبرې ناسته کې وویل: دواړو خواوو پریکړه کړې چې په بیلا بیلو برخو کې به د همکاریو کچه لوړوي. شی جین پینګ ویلي: “دواړو خواو پریکړه کړې چې په بیلا بیلو برخو کې به ستراتیژیکو همکاریو ته وده ورکوي ترڅو ګټه یي چین او پاکستان ته چې له ګډ برخلیک سره مخ دي ورسیږي. “

نواز شريف/ نخست وزير پاکستان

نوازشریف ویلي: ” د پاکستان تول ایالتونه او سیمې به له دې لارې کار اخلي. دا لاره به زمونږ هیواد په اقتصادي او سوداګریز مرکز بدل کړي. ددې لارې په رغیدو سره به له چین سویلي او منځنۍ آسیا له هیوادونو سره د سوداګری لاره ډیره لنډه شي چې ترمنځني ختیځ به ورسیږي.”

د چین ولسمشر ویلي: ددوی په بهرني سیاست کې پآکستان څانګړی ځای لري. ده د ترهګری پر وړاندې د پاکستان د مبارزې ستاینه کړې ویلي یي دي، بیجینګ په په دې برخه کې د پاکستان ملګری وي.

د پآکستان لومړي وزیر هم په دې هیواد کې د چین پانګونه د خپل هیواد د اقتصادي ودې لپاره ډيره ګټوره ښودلې ده.

د چین ولسمشر نن د پاکستان په پارلمان کې د خبرو پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ په بیلا بیلو اړیکو په ځانګړې توګه په سوداګریزو اواقتصادي اړیکو ټینګار کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *