ولسي جرگه له امريکا سره د امينتي تړون له لاسليکه ناهلې شوې ده

دي جرگې نن وويل، دا تړون نه يواځي چي د افغانستان په گټه نه وو، بلکې ددې تړون له لاسليک وروسته حالات ډير کړکيچن شوي دي.

ددوي په وينا، ولسمشر ولسي جرگي ته گرم دی. دوی د ولسمشر د استجواب غوښتنه کړې ، چې ولي امينتي تړون د افغانستان لپاره گټه نه درلوده.

شپږ میاشتې وړاندې ولسي جرګې د ولسمشر په پرتله په بیړې سره له امریکا سره امینتي تړون لاسلیک تصویب کړ. حتی ځینې استازو پخوانی ولسمشر، له امریکا سره د امنیتي تړون له نه لاسلیکولو سره له هیواد کې د ناامنیو په ډیرښت تورن کړی وو. خو ولسمشر غني چې د تاکنیزو تبلیغاتو ستوماني یې درلوده، دا تړون یي لاسلیک کړ. اوله دې وروسته ولسي جرګې تصویب. خو په بیړه دې دوه پورته شویو ګامونو د هیواد له امنیت سره هیڅ ډول مرسته ونکړه. امنیت بدتره شو، د ملکي کسانو د وژل کیدو شمیره لوړه شوه، لویې لارې له نامنۍ سره مخ شوې او نوې وسله والې ډلې رامنځ ته شوې.

ولسي جرګې په خپلې شپږ میاشتینۍ پریکړې پښیماني څرګنده کړې او پوښتنه یي داده چې ولي دې تړون منفي پایله درلوده؟.

د ولسي جرګې غړیو وویل: امریکا خپلې کړې ژمنې نه دي پلې کړې او دداعش رامنځ ته کیدو ستونزې لاپسې ډيرې کړې. دوی ویلي، که چیرې دا حالات دوام وکړي، ولسي جرګه به له امریکا سره پر لاسلیک شوي تړون بیا کتنه وکړي. ځینې استازو خو د امنیتي حالاتو په تړاو د ولسمشر د استجواب وړاندیز وکړ.

په پآی کې وپتیل شوه تر څو امینتي مسولین ولسي جرګې ته ور وغوښتل شي او له دوی څخه د ناامنیو په هکله پوښتنه وشي. د ولسي جرګې ریس ویلي: له امنیتي مسولینو سره به دا ناسته په محرمانه توګه او د رسنیو له لیده لرې تر سره شي او که په دې سره د ولسي جرګې د غړیو قناعت تر لاسه نشو له لاندینیو دریو برخو به کار اخلي: ولسمشر به ولسي جرګې ته را غواړي، امنیتي مسولین به استیضاح کوي او یا به ولسي جرګه پر امنیتي تړون بیا کتنه کوي.

یو شمیر استازو هم وویل: د سولې عالي شورا باید وتړل شي، ځکه چې دې شورا تر اوسه د سولې په ټینګښت کې هیڅ مرسته نه ده کړې او شتون یي ګټه نلري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *