مشرانو جرگي د ملي امنيت سلاکار او د پکتيکا والي دي جرگي ته ورغواړي

دي جرگي ويلي: په راتلونکي اونۍ کي بايد د پکتيکا والي د ملي امنيت شورا له لوري د داعش وسله والو کورنيو ته، د دوه سوه زره ډالرو د مرستي په هکله اسناد وړاندې او د ملي امنيت سلاکار د هم په دي هکله مالومات ورکړي

د پکتیکا والي رسنیو ته ویلي: د ملي امنیت شورا د داعش له کورنیو سره د ۲۰۰۰۰۰ ډالره مرسته کړې ده. عبدالکریم متین زیاته کړې: د ملي امنیت شورا دا پیسې پر هغه کورنیو ویشلي کوم چې دې سیمې ته راګډه شوې دي، خو دا کورنۍ د داعش د وسله والوکورنۍ دي.

له دې سره د ه ویلي چې په دې هکله یي حکومتي چارواکیو ته خبر ورکړی دی خو تر اوس ددوی په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د پکتیکا والي دې څرګندونو ډیری اندیښنې رامنځ ته کړې دي. نن مشرانو جرګې په دې هکله د حکومت له لوري د ما لوماتو ورکولو غوښتنه وکړه.

یو شمیر سناتورانو د پکتیکا ولایت د څرګندونو له مخې پر حکومت کلکه نیوکه وکړه.

په پای کې مشرانو جرګې په راتلونکې اونۍ کې ددوی غونډې ته د پکتیکا د والي او ملي ا منیت سلاکار د راغوښتولو پریکړه وکړه. د مشرانو جرګې غړیو وویل، ښاغلی متین پاید خپلو خبرو په هکله اسناد وړاندې کړي او د ملي امنیت سلاکار د په دې هکله مالومات ورکړي.

بله خووا یو شمیر سناتوران د هیواد په ناامنیو کې د بهرنیان په لاس لرلو تورنوي وایي: دا هیوادونه له ترهګری سره د مبارزی ځواک نلري او دا هم نغواړي چې په افغانستان کې سوله رامنځ ته شي.

ویل کیږي چې په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر مهال په سلګونه کورنۍ د پولې دې غاړې ته را اوښتې دي او د افغاسنتان په بیلا بیلو ولایتونو کې ځای پر ځای شوې دي. امنیتي   چارواکیو هم د هیواد په ځینو سیمو کې له خپلو کورنیو سره د ترهګرو دشتون پخلی کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *