د مصر يوي محکمي ددي هيواد پخوانی ولسمشر (محمد مرسي) د لسو تنو لاريون کونکو په وژلو کي د لاس لرلو په تور په 20 کاله بند محکوم کړ

د مصر يوي محکمي ددي هيواد پخوانی ولسمشر (محمد مرسي) د لسو تنو لاريون کونکو په وژلو کي د لاس لرلو په تور په ۲۰ کاله بند محکوم کړ

له دي سره محکمي د اخوان المسليمين ۱۱ نور غړي هم په ۲۰ کاله بند محکوم کړي دي

محمد مرسي په ۲۰۱۳ د پوځ له لوري گوښه شوی او له يو شمير نور تورنو سره هم مخ دي

د مصري جنايِ محکمي د دې هیواد پخواني ولسمشر(محمد مرسي) په ګډون د اخوان المسلیمین دولس غړي په شل کاله بند محکوم کړي دي. په دې کسانو کې د اخوان المسلیمین لوی منشی( محمد بلتاجی) او د پارلمان پخوانی غړی(عسام ارین) هم شتون لري.

محمد مرسي کله چې ددې هیواد ولسمشر وو، د دوه زره دولسم کال د دسمبر په میاشت کې د لاریون کونکو وژلو ته د هڅونې په تور تورن دی. دا حکم چې د بیا کتنې وړ دی. محمد مرسي ویلي چې دا محکمه اوحکم یي په رسمیت نه پیژني. محمد مرسي چې د مصر لومړنۍ ټاکل شوی ولسمشر وو په دوه زره دیارلسم کال کې د پوځ له لوري ګوښه شو او له دې وروسته ډیری پراخ لاریونونه په لاره واچول شول چې له امله یې له یو زر څلور سووو څخه ډير کسان ووژل شول.

د مصر دولت اخوان المسلیمین غیر قانوني اعلان کړ او ددوی پلویان په سخته توګه وځپل او بندیان یي کړل. مصري محکمو په تیرو دوه کلونو کې ددې غورځنګ په سلګونه پلویانو په لاریونو کې د ګډون او په تاوتریخووالي کې د لاس لرلو په تور په اعدام محکوم کړي دي. د مصر یوې محکمې په روانه زیږدیزه میاشت کې د دې غورځنګ معنوي مشر محمد بدیع او یولس نور کسان په اعدام محکوم کړل

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *