منصور هادي د یمن ستونزې د هواری په هکله د ایران طرحه رد کړه
منصور هادي د یمن ستونزې د هواری په هکله د ایران طرحه رد کړه
ایران په یمن کې د ستونزی د هواری لپاره یو وړاندیز کړی وو
دا په داسې حال کې ده چې د یمن تښتیدلي ولسمشر منصور هادي د یمن ستونزې د هواری لپاره د ایران څلور ماده ایزه طرحه رد کړې ده. ایران له ملګرو ملتونو غوښتي ترڅو په یمن کې د بیړني اوربند، اړو کسانو ته د مرستې رسونې، د یمني سیاسي ګوندونو ترمنځ د خبرو بیا پیلولو او ټولو ته د منلو وړ دولت په رامنځ ته کولو کې هڅې وکړي. منصور هادي ایران له حوثیانو په ملاتړ تورن کړی خو ایران بیا دا تورونه نه مني.