په غزني ولایت کې طالبانو درې کسان قصاص کړي دي
طالبانو غزني کې د يوې ښځينه ډاکټرې او د هغې د مېړه درې قاتلين قصاص کړل
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد څرګنده کړې، چې درې مياشتې وړاندې د غزني ولايت اړوند منګور کلي کې يوه ښځينه ډاکټره او د هغې مېړه، ذکريا په خپل کور کې وژل شوي وو او غلو د کور سامان، زيورات او نغدې پيسې ترې وړې وې او قاتلين په تېښته بريالي شوي وو
مجاهد زياتوي، چې دوی خپلو ملګرو ته امر کړی و، چې د ښځينه ډاکټرې او ذکريا قاتلين پيدا او د طالبانو محکمې ته يې وسپاري
د ښاغلي مجاهد په وينا د دوی ملګرو څه موده وړاندې دغه غله قاتلين ونيول او د محکمې له دقيقو څېړنو وروسته د قصاص او په ځکمه کې د فساد خپرلو په جرم محکوم شول
خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد عارف د غلام رسول زوی د ګل غچ کلي، فضل احمد د ګل احمد زوی د منګور کلي او محمد انور د غلام رسول زوی د تنګي کلي اوسېدونکو د محکمې پر وړاندې پر خپل جرم اعتراف کړی او له هغې وروسته د طالبانو له لوري د قصاص په توګه ووژل شول
راپورونه وايي، چې درې واړه قاتلين نن سهار اته بجې منګور کلي کې د زرګونو خلکو پر وړاندې قصاص شول.
د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو کالو راهيسې د هېواد لر و بر کې ولسي خلک خپلې دعوې او حقوقي مسايل د طالبانو محکمو ته وروړي.
افغانان خپلې قضيې د دولتي محکمو پر ځای ځکه د طالبانو قاضيانو ته ور وړي، چې دولتي قاضيان ترې په ډالرو رشوتونه غواړي او د چا چې وس نه وي، غواګانې او پسونه ترې غواړي او دعوه يې هم کلونو کلونو نه حل کيږي
طالبان له مدافع وکيل پرته د شرعي اصولو په رڼا کې په لنډه موده کې د دواړو لوريو تر منځ له هر ډول فيس او رشوت پرته پرېکړه کوي او ولسي خلک هم ترې خوښ دي