په جلال آباد کي د يوه ځانمرگي بريد او دريو چاودنو له کبله نږدي ۱۴۰ کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

ځانمرگی بريد د کابل بانک ځانگي ته نن سهار هغه مهال رامنځ ته شو کله چي خلک بانک ته د ننوتلو په موخه په ليکه کي ولاړ وو، چي له امله يي ۳۳ ديرش کسان ووژل شول او تر۱۰۰ نور ټپيان شول. دوهمه چاودونه له دې سيمي په دوه سوه متری کې د اطلاعاتو او کلتور رياست ته ځيرمه، دريمه چاودنه د ښاروالی مخې او ځلورمه چاودنه د بهسودو په ولسوالي کي رامنځ ته شوي ده

جلال آباد ښار نن ترهګر یزو بریدونو شاهد وو، په دې ښار او بهستونو ولسوالیو کې څلور خونړۍ چاودنې شوې دي!

د جلال آباد ښار په مرکز د کابل بانک څانګې ته نږدې پر موټر سایکل سپاره یوه ځانمرګي بریدګر خپلو چاودیدونکو توکو ته هغه مهال چاودنه وکړه کله چې خلک بانک ته د ننوتلو په موخه په لیکه ولاړ وو. چاودنه دومره زوروره وه چې د بانک شاوخوا پلورنځیو او خلکو ته تر ډیره زیان ورساوه.

د انځورونو له مخې د ډيریو کسانو مړي چې ټوټه ټوټه شوي او ټپیان په ځمکه پراته دي او دا پیښه د ښار په هغه سیمه کې رامنځ ته شوې چې پکې ډيره ګڼه ګوڼه وه. د لومړنیو ریپوټونو له مخې په دې پیښه کې درې دیرش کسان وژل شوي او له سلو ډیر نور ټپیان دي. د جلال آباد د روغتیا ریس ویلي کیدای شي د مړینې شمیره له دې هم لوړه شي. عیني شاهدانو ویلي امبولانسونه د پیښې له رامڼخ ته کیدو نیم ساعت وروسته رارسیدلی دی.

له دې پیښې څو دقیقې وروسته د اطالاعاتو او کلتور وزارت مخې ته بله چاودنه رامنځ ته شوې چې له امله یي دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

دریمه چاودنه د ښاروالی مخې ته رامنځّ ته شوې او پولیسو ویلي چې چاودنه ددوی له خوا تر سره شوی دوی ویلی دوی ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي کشف کړي وو. همدارنګه څلورمه چاودنه د یولسو بجو په شاوخوا کې د بهسودو په ولسوالی کې رامڼخ ته شوې چې له امله یي یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د جلال اباد سیمه ایز چارواکي په دې هکله د مالوماتو له ورکولو ډډه کوي. د طالبانو ویاند دا بریدونه غندلي. د ځینې ریپوتونو له مخې چې پخلی یي نه دی شوی ددې چاودنو پړه پر القاعدې اړوند د خراسان وسله والې ډلې پر غاړه اخستې. په دې ډله کې افغاني، پاکستاني، چچني او افریقایي وسله والو شتون لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *