پر یمن هوایي بریدونه به د حوثیانو له لوري د ولسمشر په توګه د منصورهادي تر منل کیدو روان وي

سعودي عربستان ویلي پوځي عملیات به تر هغو ونه دروي، چې حوثیان له پلازمېنې صنعاء وتلي نه وي، خپلې وسلې یې پر ځمکه اېښې نه وي او یمن ته ولسمشر عبد ربه منصور هادي خپلې څوکۍ ته ستون شوی نه وي

په همدي تړاو د سعودي د ایتلافي ځواکونو ویاند د جمعې په ورځ وویل چې دوی د یمن په تار ښار کې خپل ځمکني عملیات هم پیل کړي د ي

سعودي عربستان وایې په ورستیو بمباریو کې د یمن مرکز صنعا ته نژدي ۷۶کسان یې وژلي دي

عربي هېوادونه ـ په تېره بیا سعودي عربستان ـ ایران د حوثیانو په پوځي ملاتړ تورنوي، خو تهران بیا دا تورونه په ټینګه ردوي.

راپورنه وایې چې القاعده شبکې د یمن مهم ښار مکلا په خپل ولکه کې راوستی دی

ملګري ملتونه وايي، په یمن کې د هوايي بریدونو له پیلېدو راهیسې شاوخوا ۱۵۰ زره وګړي له خپلو کورونو وتو ته اړ شوي دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *