د پارلمان مخې ته يو شمير هيوادوالو ۳۱ تښتول شويو کسانو په هکله د دولت د بيغوري په تړاو لاس په لاريون پورې کړ.

لاريون کونکو پارلمان ته غځيدلې لارې تړلې او د عدالت، په عمل کي خيانت، ستا چوپتيا ننگينه ده، پايله يي سنگينه ده، شعارونه له ځان سره ليدول

او له دولت خخه يي وغوښتل ترځو په دي برخه کي کوټلي گامونه پورته کړي

ټاکل شوې وه نن سهار ولسي جرګې نوماند وزیرانو ته د رایو ورکولو صندقونه ایښې وی، خو دا بهیر د هغه لاریون له امله، چی یو شمیر هیوادوالو د ۳۱ تښتول شویو کسانو د را خوشی کولو په تړاو په لاره اچولی وو د څو ساعتونو لپاره وځنډول شو او د زنځیرپه جوړولو سره یي پارلمان ته د تګ اجازه چاته نه ورکوله.

یو شمیر استازي له لاریون کونکو سره یوځای شول او ددوی مدني خوځښت یي ددوی قانوني حق وښود او حکومت یي په بیغورۍ او تبعیض تورن کړ.

یو دیرش کسان نږدې دوه میاشتې وړاندې د کابل هرات په لویه لاره د مخ پټو وسله والو له لوري وتښتول شول او تر اوسه یي برخلیک روښانه نه دی دولت ویلي ددې برمته شویو کسانو لپاره یي ځینې پلانونه تر لاسه لاندې نیولي دي خو تر اوسه یي کومه پایله نه ده روښانه

ولسمشر اشرف غني ویلي ددې کسانو د راخوشي کولو تضمین نشي ورکولی، دا له ناهیلیو ډکې څرګندونې دي او کارپوهان د ولسمشر له خولې ددې ډول خبرو راوتل نامسولانه بولي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *