د د سوريي ولسمشر بشار اسد د وسله والو له لوري د ادليب ښار د نيولو اصلي لامل له وسله والو سره د ترکيي مرستي ښودلي دي
د د سوريي ولسمشر بشار اسد د وسله والو له لوري د ادليب ښار د نيولو اصلي لامل له وسله والو سره د ترکيي مرستي ښودلي دي
وسله والو تيره مياشت دا ښار چي له ترکيي سره گډه پوله لري نيولي دي
بشار اسد له یوی نړیوالې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: ادلیب ښار د سقوط اصلي لامله له وسله والو مخالفینوسره د ترکیې لوجیستکي او پوځي مرسته وه له دې سره ده له وسله والو مخالفینو سره عربستان قطر اوځینې نور هیوادونه هم په مرسته تورن کړي دي.
خو د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونی رد کړې دي.
له بلې خوا ټاکل شوې ددې هیواد لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی( استیفن دیمستورا) په راتلونکې میاشت کې په سوریه کې د پخلاینې خبرو په موخه د وسله والو مخالفینو له مشرانو او ددوی له ملاتړو هیوادنو د چارواکیو سره وګوري.
د سوریې ولسمشر د خپلو خبرو په لړ کې هغه هیوادونو ته چې دده د مخالفینو ملاتړ کوي وویل: ښاغلی دیمستورا په دې ښه پوهیږي که چیرې د وسله والو مخالفینو ملاتړې هیوادونه ددوی له ملاتړه لاس وانخلي او په سوریانو ته په د خپل منځیو اختلافاتو د له منځه وړلو اجازه ورنکړل شي په خپله ماموریت کې به پاتې راشي.
د سوریې دولتي چارواکیو د ادلیب ښار ډيری برخې له لاسه ورکړې دي او پوځیان هڅه کوي ترڅو دا سیمې بیرته تر لاسه کړي. د سوریې په کورنۍ څلور کلنه جګړه کې تر اوسه له دوه سوه شلو زرو ډير کسان وژل شوي دي.