دامریکا د کنسورشیم نیوز ټکی کام (CONSORTIUMNEWS.COM)اینټرنیټ سایټ مسوول چلونکي رابرټ پیري چې دتحقیقاتویو خپلواکه سایټ دی ایشوا کړه چې دسعودي عربستان ال سعود رژیم په دوه نیمو کلونو کښې په نیواکي فلسطین یعني اسرایلو کښې د پراختیا دپروژو لپاره شپاړس(۱۶) میلیارډه ډالره لګولي دي

رابرټ پیري دامریکا استخباراتي شناندو ته دیوې نږدې او خبرې سرچینې په قول وویل سعودي عربستان په دوه نیمو کلونو کښې شپاړس (۱۶)میلیارډه ډالره دیوه عربي هیواد په وسیله داسرایل په داخل کښې د بیخي بنايي پروژو د مالي تامینولو لپاره په اروپا کښې د اسرایلو د پراختیا ځانګړي بانکي حساب ته اچولي دي

دامریکا استخباراتې ادارې سي اي ای(CIA) دسعودي عربستان د ال سعود رژيم لخوا دغه ورکړل شوي شپاړس(۱۶) میلیارډه ډالر داردن سین په لویدیځې غاړې کښې دصهیونیسټ رژيم د ښارګیو دجوړولو په شان په عمومي پروژو لګیدلي دي

دهغو پیسو هدف چې سعودي عربستان اسرایلو ته ورکړي دي په امریکا کښې داسرایلو دپلوي لابۍ ملاتړ ترلاسه کول دي او سعودي عربستان دامریکا په داخل کښې له دغه لابۍ سره د سیالۍ کولو پرځاې غوره ګڼلي ده چې دهغې ملاتړ ترلاسه کړي

دامریکا دغه خبریال وویل سعودي عربستان او اسرایلو په مصر کښې داخوان المسلمین اړونده حکومت په نسکورولو کښې مهم رول ولوبوه په دې ډول چې عربستان دمصر په دخل کښې د عبدالفتاح السیسي ملاتړ وکړ او په امریکا کښې داسرایلو ملاتړي لابۍ هم دمصر دمنتخب حکومت ولسمشر محمد مرسي پرضد کودتا ته په غبرګون کښې د امریکا د حکومت دغچ اخیستونکي دریځ دغوره کولو خنډ شوه

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *