چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د دوو ځانمرګو بريدګرو په ګډون شپږ وسله وال نيولي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي وويل چې ياد کسان تېره ورځ د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې نيول شوي دي.

هغه زياته کړه چې په نيول شويو کسانو کې دوه ځانمرګي بريد کوونکي، د ځانمرګو بريدونو يو طراح او د وسله والو مخالفينو د شپږ کسيزې ډلې مشر له درې تنو سره يو ځای نيولي دی.

د نوموړي په وينا، دوه ځانمرګي بريد کوونکي او د بريد طراح، چې په ننګرهار کې يې د ځانمرګو بريدونو هوډ درلود ، له يوې ټي ټي تومانچې، پنځه جوړه نظامي يونيفورم، د کلاشينکوف مرمۍ ، دوه لاسي بمونو او يوه اندازه درملو سره يو ځای جلال اباد ښار ته نږدې د بارګينو په سيمه کې نيول شوي دي.

عبدالزى وايي، ياد کسان د ملي امنيت منسوبينو له خوا نيول شوي او د پلټنو پر مهال يې اعتراف کړى، چې د تورخم جلال اباد پر لويې لارې په يو شمېر چاودنو او د بارګينو مخې ته د وروستي موټر بم چاودنې په تنظيم کې يې لاس درلود.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *