له دي وروسته به هيڅ يو افغان کډوال د پاکستاني پوليسو له لوري ونه ځورول شي

د خيبر پښتونخوا ايالت اعلی وزير دا ژمنه تيره ورځ کړې ده

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر(پرویز خټک) دیوه اوه ویشت کسیز پاکستاني پلاوي په مشری کابل ته راغلی او تیره ورځ یي له ولسمشر او یو شمیر نورو لوړ پوړیو دولتي چارواکیو سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې، د افغانستان او پاکستان پر حا لاتو، په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت، د سولې بهیر، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د اقتصادي اړیکو پر پیاړتیا خبرې شوې دي.

پرویز خټک افغانستان ته خپل سفر بیساری ښه فورصت ښودلی ویلي ي دي. اوس مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو یو فورصت رامنځ ته شوی دی. له دې سره ده ژمنه کې چې په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ستونزو هواری لپاره به له ټولو لارو چارو کار واخلي.

له دې سره ده تیره ورځ په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پولیسو چلند ناسم وو خو پاکستان ته د افغان پلاوی له راتګ او بې اسنادو اافغانانو ته د اسنادو د ورکولو له پریکړې وروسته د پولیسو ټولو څانګو ته وویل شول ترڅو د افغانانو له څورونې لاس واخلي.

خټک زیاته کړې: افغانانو ته زمونږ پیام دادی چې په خیبر پښتونخوا کې به له دې وروسته هیڅ افغان ونه څورول شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *