دننګرهار بیلابیلو سیمو کې د دوه وسله والو، یو اندازه نشه يي توکو او د وسایطو ضد دوه کړۍ ماینونو د نیولو خبر ورکړ.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال وویل، امنیتي ځواکونو دبټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو وسله وال حسیب الله دمیدان ودرګو ولایت اوسیدونکی او دننګرهار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د دوهم کال زده کړیال او یو بل وسله وال دعملیاتو پر مهال نیول دي.

ده وویل، نیولو شویو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او د تورخم- جلال اباد پر لویه لاره به يې دولت ضد کړنې تر سره کولې.

نوموړي زیاته کړه د نشه يي توکو پر وړاندې دمبارزې کارکوونکو بهسودو ولسوالۍ ثمرخیلو سیمه کې په یوه ډاډسن موټر کې له یوه تن سره ۱۵ نیم کیلو ګرامه چرس نیولي دي.

دی وايي غني خیلو ولسوالۍ کې دوسایطو ضد دوه ماینونه هم تر کشف وروسته خنثا شوي دي.

دده په وینا، جلال اباد ښار کې هم دنشه يي توکو دوه تنه پلورونکي نیول شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *