د امريکا ولسمشر بارک اوباما د تیر ۲۰۱۴ز کال په پای کې اعلان کړی و، چې د افغانستان ديارلس کلنه اوږده جګړه يې د خپلې ژمنې سره سم په مسؤولانه توګه پای ته ورسوله، مګر د امريکا دفاع وزارت حقوقي سلاکار سټيفن پريسټن وايي، چې امريکايي عسکر لا هم افغانستان کې په جګړه کې ښکېل دي او افغان امريکايي جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې.

د دفاع وزارت حقوقي سلاکار له واشنګټه خپرېدونکې «The Hill» ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې ويلي، سره له دې چې امريکا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموريت د پای ته رسولو اعلان کړی، مګر امريکايي عسکر لا هم په افغانستان د طالبانو پر ضد جګړو کې ښکېل دي.

«امريکايي عسکر د نړيوال قانون له مخې افغانستان کې د القاعدې او طالبانو پر ضد جنګيږی او تر څو چې امريکا ته ګواښونه متوجه وي، دا جګړه به روانه وي.»

پريسټن زياتوي، چې د روان کال تر پايه به د دوی عسکر د طالبانو پر ضد جګړو کې بوخت وي او له هغې وروسته به د حالاتو له مخې پرېکړه کوي، چې څه وکړي او د جګړې د پای ته رسولو په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

بارک اوباما، چې د تېر کال په پای کې د افغان جګړې د پای ته رسولو اعلان وکړ د ستراتژيکو او دفاعي چارو يو شمېر کارپوهانو وويل، چې افغان امريکايي جګړه پای ته نه ده رسېدلې او امريکايي عسکر به راتلونکي وختونو کې هم په جګړو کې ښکېل وي.

د ملګرو ملتونو پخواني لوړپوړي افسر او د دفاعي چارو لندن مېشتي کارپوه هغه مهال روسي تلويزون «RT» سره په خپلو خبرو کې ويلي و، چې امريکايي ولسمشر په څرګنده د افغان جګړې د پای ته رسولو اعلان کوي، مګر دغه جګړه هېڅکله پای ته نه ده رسېدلې او امريکايي عسکر به د اوږدې مودې لپاره د طالبانو او شکمنو مخالفينو پر ضد جګړو کې بوخت وي.

د معين رؤوف په وينا، چې امريکايي چارواکو په ډېرو ځايونو کې داسې خبرې کړي او بيا يې په عملي جګړه کې برخه اخيستې.

معين رووف هغه مهال ويلي و: «امريکا او ناټو د خلکو او مخالفينو په ذهن کې دا ورکوي، چې دوی خو دغه جګړه کې نوره برخه نه اخلي، مګر حقيقت دا دی، چې دوی به دغه جګړه کې خامخا برخه اخلي او بنسټيز مسؤوليت به يې هم د دوی پر غاړه وي.»

د ښاغلي رووف له قوله، چې ناټو عسکر تر اوسه په افغانستان کې پر هر ډګر کې پاتې راغلي او تر څو چې دلته وي، دوی به ناکام وي او دوی دا خبرې د دې لپاره کوي، چې که جګړه کې طالبان بريالي شي، نو نړيوالو ته به دا وايي، چې دې جګړه کې خو دوی نه و او دا ماتې یوازې د افغان ځواکونو ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *