روسيې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغانستان سره ګډ کار کولو او همکارۍ ته چمتووالى وښود.

دغه څرګندونې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د وري په ٢٦مه، په مسکو کې د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار محمد حنيف اتمر سره دليدنې پر مهال کړې دې.

هغه زياته کړې ، هېواد يې دې ته هم اماده دى، چې په افغانستان کې د حالاتو ښه او نور مال کېدو لپاره له دغه هېواد سره مرستې وکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير ويلي، دوى غواړي چې له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې هم له نږدې څخه ګډ کار وکړي.

سرګى لاوروف وايي، دوى غواړي له افغانستان سره هر اړخيزې مرستې وکړي، څو دغه هېواد چې اوس په بد حالت کې دى، بېرته په کې ثبات او ټيکاو رامنځته شي.

ده زياته کړې : (( موږ حاضر يو، چې افغانستان او د سيمې نورو هېوادونو سره په ګډ کار کولو سره د ترهګرۍ او نشه يي توکو ګواښونه له منځه يوسو.))

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *